اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د احساس اېجوکېشن سي سي ټي سټيئرنګ کميټۍ لخوا سکېنډري اېجو??ېش?? لپاره د سكالرشپس منظوري وركړې ده۔ د وزيراعظم د غربت تخفيف خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر په مشرۍ كښې د اېجو??ېش?? مشروط مالي معاونت پروګرام (سي سي ټي) سټېرنګ كمېټې غونډه شوې۔ په دې موقع كمېټۍ ته د پرائمري اېجو??ېش?? سي سي ټي پروګرام وسيله تعليم ډيجيټل څخه تر سكېنډري كچې زياتولو پحقله بريفنګ وركړے شو۔ دا پروګرام د راتلونكي مالي كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د هېواد په ټولو ضلعو كښې پېل كولو ل??اره چمتو دے٬ د څلورو واړو صوبو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان نمائندګانو سكېنډري تعليم لپاره د سكالرشپس ??ياتولو په اړه غونده كښې ګډون كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل پروګرام كښې به په 154 ضلعو كښې د سېكنډري سكول مستحق كوچنيان شاملولې شي٬ دې ووئيل چې سېكنډري اېجو??ېش?? سي سي ټي به بېوسه كورنيو سره د ثانوي تعليم ترلاسه كولو كښې په رامخې ته كېدونكو مالي ستونزې قابو موندلو كښې مرسته وكړي۔ دې ووئيل چې سكالرشپس ??ره به د والدېن خپلې لونړا سكېنډري سكول ته لېږلو او د اعلٰې تعليم ترلاسه كولو كښې ډاډګيرنه وكړې شي۔ دا كمېټي د غربت او سماجي تحفظ ډويژن، د تعليم او وظيفائي چارو وزارت٬ غېر ملكي دولت مشتركه او پرمختيائي دفتر٬ نړيوال بانك٬ اسيائي پرمختيائي بانك٬ اے كے كے او د جي بي پشمول ټولو صوبو كښې د تعليم څانګې سره تعلق لرونكو غړو او د وسيله تعليم ډيجټيل آپرېشنز په ډلو مشتمل ده
د احساس اېجوکېشن سي سي ټي سټيئرنګ کمېټۍ لخوا سکېنډري اېجوكېشن لپاره د سكالرشپس منظوري، پروګرام كښې به په 154 ضلعو كښې د سېكنډري سكول مستحق كوچنيان شاملولې شي
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا