اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان ټولو صوبائي چيف سېكرټريز ته هدايت كړے چې ګاونډي هېوادونو په خاص توګه افغانستان ته د سرې غېر قانوني ترسيل مخ نيوي سره دې د دې شتون باوري كړې شي۔ دا هدايت ده د ګل په ورځ په هېواد كښې د كركيلې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په كركيلې كښې ښه مېكانائزېشن ټولز او آئي سي ټي څخه چلېدونكې پراخا خذمات متعارف كولو سره به په پاكستان كښې انقلاب راشي۔ده ووئيل چې په هېواد كښې د خوراك تحفظ باوري كولو لپاره په تجارتي پيمانه د زيتون كر او د جهينګو فارمنګ د وخت مهم ضرورت دے٬دې سره به د برآمداتو په بهترۍ كښې مرسته وشي۔وزيراعظم ووئيل چې د كسان كارډ جاري كولو سره به كروندګرو ته مشينري او د كركيلې سامان اخستلو كښې هم آسانۍ ترلاسه شي۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د پومبې٬غنمو او وريژو پشان لويې فصلونو كښې تحقيق لپاره پنجاب او كے پي كښې سنټرز آف ايكسي لينس جوړ كړې شي۔ ده په هېواد كښې د څاروو ساتلو او د پيو پیداوار ښه والي لپاره د څاروو د ساتنې مركزونو جوړولو او د مصنوعي انسيمي نېشن بهتر تنكيك متعارف كولو هم هدايت كړې۔وزيراعظم عمران خان ټولو صوبائي چيف سېكرټريز ته سپارښتنه كړې چې ګاونډي هېوادونو په خاص توګه افغانستان ته د سرې غېر قانوني ترسيل مخ نيوي سره دې د دې شتون باوري كړې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د سرې مصنوعي قلت پیدا كونكو كسانو په ضد انتظامي اقدامات كولې شي
ګاونډي هېوادونو په خاص توګه افغانستان ته د سرې غېر قانوني ترسيل مخ نيوي سره دې د دې شتون باوري كړې شي۔ د وزيراعظم عمران خان ټولو صوبائي چيف سېكرټريز ته هدايت
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2