اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاكستان د معيشت په ټولو څانګو كښې امريكائي او بهرنۍ سرمايه كارۍ جذبول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ زمونږ پام سوداګرۍ لپاره د مناسب ماحول جوړولو پلو دے۔ هغه دا خبره تېره ورځ په واشنګټن ډي سي كښې د اسلامك ټرېډ فنانس كاربورېشن سي اي او انجينئر هاني سالم سونبول او اېنډريو ټورے سره ملاقات كښې وكړه۔ وفاقي وزير دوئي د هېواد د معيشت مجموعي صورتحال څخه هم خبر كړل۔ ده د آئي ټي اېف سي لخوا د پاكستان د ملاتړ ستائنه كولو سره آئي ټي اېف سي سره مرسته لا مستحكمولو له په تګلارو او وسيلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ریجنل صدر، وېزا، اېنډریو ټورے سره ملاقات كښې د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان معيشت ټولو څانګو كښې امريكائي او بهرنۍ سرمايه كاري جذبول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د حكومت ټول پام كاروبار لپاره د مناسب چاپېريال رامينځته كولو پلو دے او په دې لړ كښې به د ټولو وړاندېزونو هركلې كولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير په واشنګټن كښې مېشته پاكستانۍ ميډيا په روان پروګرام عملدرآمد لپاره د پاكستان د عزم او د حكومت د اقتصادي ترجيحاتو نه خبر كړه۔ پاكستاني پلاوي د ملي لېټرل انوېسټمنټ ګارنټي ايجنسۍ سره هم ملاقات وكړو او پاكستان كښې يۍ د دې د نندارتون ودې له بېلو تګلارو سره سره په مالياتي مصنوعاتو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير دا مهال په واشنګټن ډي سي كښې د آئی اېم اېف/ نړيوال بېنك د كال 2022 كېدونكو كلنه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ په پلاوي كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار ایاز صادق، د خزانې او محصولاتو وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا ٬ د سټېټ بېنك ګورنر جمیل احمد، د خزانې سېكتر حمید یعقوب شېخ او ډاكټر كاظم احمد هم شامل دے.
د پاكستان د معيشت په ټولو څانګو كښې امريكائي او بهرنۍ سرمايه كارۍ جذبول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن