اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د د بشري حقونو اروپائي ائتلاف خاص استازي ايمون ګلمور د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬د افغانستان د بشري صورتحال پشمول د سيمه ايزې سلامتيا په مجموعي صورتحال او د اروپائي ائتلاف سره په دوه اړخيزه سفارتي اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف هېوادونو سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او مونږ د شريكې ګټې ګڼ شمېر اړيكو زياتولو عزم لرو۔خاص مېلمه په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان مخلصانه هڅې وستائېلې او پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې لا ښه والي لپاره ئې د خپل كردار ادا كولو د عزم څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون