اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سعودي عربستان څخه پاكستاني زندانونو ته د بنديوانو راوستلو تفصيلات جاري كولو سره وئيلي دي 11 سوه بنديوان به سعودي عربستان څخه پاكستاني زندانونو ته منتقل كړؤ۔ نشائي توكو كښې ككړ 22 او د وژنې كېسونو كښې ككړ 8 بنديوان بېرته راوستلې نه شي۔ د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې شېخ رشید احمد ووئيل 11 سوه پاكستاني بنديوان به پاكستاني زندانونو ته شفټ كړؤ۔ هغه ووئيل نشائي توكو كښې ككړ 22 او د وژنې كېسونو كښې ككړ 8 بنديوان بېرته راوستلې نه شي۔ شېخ رشید احمد ووئيل په دې لړ كښې ما وزيراعظم څخه د يو ارب روپو فنډ خواست كړے دے كه دغه فنډ ترلاسه كړې شي نو په معمولي جرمونو كښې بنديوان د كال 2005 نه د سوؤنو په شمېر بنديوان خوشې كېدې شي۔ هغه ووئيل سعودي عربستان سره د لوظنامې له مخې په وړو جرمونو كښې ككړ بنديوان پاكستاني زندانونو ته شفټ كول دي۔
11 سوه بنديوان به سعودي عربستان څخه پاكستاني زندانونو ته منتقل كړؤ۔ نشائي توكو كښې ككړ 22 او د وژنې كېسونو كښې ككړ 8 بنديوان بېرته راوستلې نه شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ