اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د ھغه د نېدرلېنډ همڅنګ سګرډ کاګ وئيلي دي په افغانستان كښ?? د افغانانو پرمختګ او سوكالي غواړٶ٬ په افغانستان كښ?? د جامع سياسي تصفيېمرستيال يو٬ د افغانستان امن او استحکام سره د منطقې امن تړلے دے۔ د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښ?? د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه پس د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښ?? شاه محمود قرېشي ووئيل دا د پنځلسو كالو دمې نه پس د هالېنډ د خارجه وزير د پاكستان دوره ده٬ په ټېلي فون څو ځله خبرې شوي ٬ نن مونږ په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ ده ووئېل پاکستاننېدرلېنډ سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص ا??ميت وركوي او په اروپائي ائتلاف كښ?? پاكستان د نېدر ل??نډ دوېم لوي تجارتي شراكتدار دے او يو شمېر ډچ کمپنۍ په پاکستان كښ?? په کاميابۍ سره كاروبار كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان د بدلېدونكې وضعې په تناظر كښ?? پاكستان او نېدرلېنډ پرله پسې په تماس كښ?? دي۔ ده ووئيل د اګست په اتلسمه نېټه د وزيراعظم عمران خان او نېدرلېنډ وزيراعظم مارك رټ ترمېنځهد افغانستان په صورتحال تفصيلي خبرې شوي او د دې نه علاوه زما د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو يو شمېر خارجه وزيرانو سره د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ له د افغانستان معاونت دوامداره ساتلو ته اړتيا ده۔ د نيدرلينډز خارجهوزير د پاکستان لخوا د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو د څلورو لسيزو راهسې د كوربتوب ستائنه كړې۔ ده ووئيل د جمعې په ورځ به د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه كېږي چې پكښې به د افغانستان په صورتحال او په آئنده لائحه خبرې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان نېدرلېنډ سره ښې معاشي اړيكې لري٬ د افغانانو د پرمختګ او سوكالۍ خواهش لرو او دې لپاره به كردار لوبو، په افغانستان كښ?? د جامع سياسي تصفيې پلوي يو او د افغانستان امن سره د منطقې امن تړلے دے
د افغانانو پرمختګ او سوكالي غواړٶ٬ په افغانستان كښې د جامع سياسي تصفيې مرستيال يو۔ د ګډې خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات