اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پاكستان حکومت په بلنه به د چين صدر شي چن پنګ خاص نمائنده، د چين نائب وزيراعظم او د کميونسټ پارټۍ د سنټرل کميټۍ د پولټ بېورو غړې هي لائفنګ د جولائي 30مې نيټې څخه تر يكم اګست د پاكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د خالي په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې د خپلې دورې په مهال به نائب وزيراعظم د سي پېك لسمې سالګرې په دستورو كښې ګډون كوي او صدر او وزيراعظم سره به ملاقاتونه كوي٬ د سي پېك د لسيزې لمانځلو په دستوره كښې به د خاص مېلمه په توګه ګډون هم كوي۔ نائب وزيراعظم هي لائفنګ د چين د نړيوالو اقتصادي اړيكو او بېلټ اېنډ روډ انيشي اېټو په نفاذ كښې ځانګړې كردار لوبولے دے چې پكښې سي پېك يوه اهمه منصوبه ده۔ د نېشنل ډويلپمنټ اېنډ ريفارم کمېشن چيئرمېن (2017-2023) په توګه ده په پاكستان كښې د سي پېك نه علاوه د يو شمېر منصوبو پلان او په دې عملدرآمد كښې اهم كردار لوبولے دے٬ دا دوره د پاکستان او چين ترمېنځه د لوړې كچې د باقاعده تبادلو او مذاكراتو برخه ده٬ د چين نائب وزيراعظم د پاكستان دا دوره د دواړو هېوادونو لخوا د خپل “آل وېدر سټريټجك کوآپريټو پارټنرشپ” لا ژور كولو سره تړلے د يو بل د بنيادي مفاداتو په مسئلو كښې د ملاتړ توثيق، اقتصادي او مالي مرسته زياتول٬ د سي پېك د اعليٰ معيار پرمختګ مخ په وړاندې بوتلل او د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره د نوې لارو د لټولو د اهميت عكاسي كوي
د چين صدر شي چن پنګ خاص نمائنده، نائب وزيراعظم به د جولائي په 30مه نيټه د پاكستان درې ورځنۍ دوره كوي۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania